جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د روژې لپاره څنکه استقبال وکړو؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مارچ 17, 2023
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مهم
0
44
ځلې شریک شوی
548
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حسان مجاهد

دا چې روژه را نږدې شوې ده؛ په کار ده چې غوره استقبال يې وکړو او ځانونه ورته تيار کړو، روژې ته د استقبال لپاره بايد لاندې څو ټکي په پام کې ونيول شي:
*۱_ دروژې د راتګ دعا کول*
انس بن مالک (رض) وایي: کله چې به د رجب مياشت داخله شوه؛ رسول اللهﷺ به وویل « يا الله! په رجب او شعبان کې زموږ لپاره برکت پيدا کړه او موږ تر رمضان پوري ورسوه» (احمد او طبراني)
صحابه کرامو او سلفو صالحینو به تر روژه شپږ مياشتې وړاندې دعا کوله چې يا الله! موږ تر روژې پوري سالم ورسوه او له روژې شپږ مياشتې وروسته به يې بيا دروژې د قبيلويت دعا کوله.
*۲_ درمضان په رارسېدو سره شکر ايستل*
امام نووي رح وایي: دهغه چا لپاره چې نوی نعمت ورکړل شي او يو تکليف ترې پورته شي؛ شکر ايستل مستحب کار دی [الاذکار]
رسول اللهﷺ به ویل: تاسې ته د رمضان مبارکه میاشت راغله چې په دې کې الله تعالی پر تاسو روژه فرض کړې ده، په دې مياشت کې دجنتونو دروازې خلاصېږي، دجهنم دروازې بنديږي، سر کشه شيطانان تړل کيږي او په دې مياشت کې یوه شپه تر زرو شپو غوره ده، څوک چې ددې شپې له خیره بې برخې شو؛ هغه له لوی خيره بې برخې ده (بهيقي او نسائي)
ابن رجب رح وایي: دغه حديث ددې اصل ده چې مؤمنان يو بل ته دروژې په راتګ سره مبارکي او زیری ورکوي؛ ځکه مؤمن ته به ولي دجنت ددروازو په خلاصون سره زیری نه ورکول کېږي او ګنهګار ته به ولي د دوزخ د دروازو په تړلو زيری نه ورکول کيږي.
له دې امله د روژې راتګ د مؤمن لپاره یو ستر نعمت دی او دنعمت شکر بايد ادا کړل شي.
*۳_ دګناهونو د پریښودلو عزم کول*
په شعبان (برات) مياشت کې د بنده ټول زاړه اعمال الله تعالی ته پورته شي، درمضان مياشت داعمالو پيل دی؛ ځکه نو مؤمن ته په کار ده چې هغه عمل نامه چې تر اوسه له ګناهونو څخه ښه پاکه ده؛ په ګناهونو خرابه نه کړي او له ټولو ګناهونو څخه توبه وباسي. له ځيني اسلافو را نقل شوي دي: کوم څوک چې په روژه کې يوه ګناه پريږدي؛ الله تعالی به يې په ټول کال کې بیا له هغې ګناه څخه وژغوري.
*۴_ د غوره اعمالو لپاره برنامې په کار اچول*
ځيني کسان تر روژې وړاندې د دنیوي کارونو لپاره ښه ترتیب ونيسي، کارونه سره بیل کړي او د هر کار لپاره وخت تعين کړي؛ خو له دې سره بايد د اخروي کارونو لپاره هم ځانګړی ترتيب په پام کې ونيول شي، د کورني ژوند، عباداتو، معاملاتو، ملاقاتونو، خوب، اذکارو، تلاوتونو، او…. ترمنځ باید تقسيم اوقات وشي، پلانونه منظم شي او د نورو مياشتو په څېر يې کارونه سره ګډ نه شي.
*۵_ عبادت په همت او خوشحالۍ سره پیل کول*
الله تعالی فرمايي « ای يحی! (عليک السلام) کتاب په قوت در واخله!»[سورة مريم۱۲] له دې څخه روښانه شوه چې د هر کار په ځانګړي توګه د عبادت پیل بايد په قوي اراده او خوشحالي سره وي؛ ځکه کوم کار چې په ښه توګه پيل شي؛ په ښه توګه ترسره کیږي. ابن عطاء الله اسکندري رح وايي: دکارونو چې پیل سم وي پايله به يې هم سمه وي. ځيني کسان روژې ته ډير وارخطا او بې زړه وي چې دا ناروغۍ بايد تر روژه وړاندې له ځانه ايسته شي، عاجزه نه شي او بايد له الله تعالی څخه کومک وغواړي.
*۶_ د اسلافو تاريخونه کتل*
تر روژه وړاندې باید د اسلافو تاريخونه وکتل شي چې هغوی په عبادت کې څومره پياوړي وو؛ سفيان ثوري رح به د رمضان په رارسېدو سره خپل ټول کارونه پريښودل او دقرآن کريم تلاوت ته به يې مخه کړه، وليد بن عبد الملک به دروژې په هرو دريو ورځو کې يو ځل قرآن کريم ختمول او په ټول رمضان کې به يې اوولس ځله ختمول، امام ابوحنيفه رح او امام شافعي رح به په رمضان کې شپيته ځله قرآن کريم ختمول.
*۷_ روح او نفس ته خوښي وربښل*
تر روژه وړاندې باید هغه کتابونه، رسالې او مقالې مطالعه شي او هغه غږيز درسونه او خپورنې واوريدل شي چې د روژې په بهتري را څرخي؛ تر څو په روح او نفس کې خوښي پيدا شي او عبادت په نفس دروند تمام نه شي. رسول اللهﷺ به هم تر روژه وړاندې خپلو اصحابو ته دروژې د فضيلت په اړه خبرې کولې، روژې ته به يې تیارول او زيری به يې ورکول.
*۸_ ناوړه عادات پريښودل*
تر روژه وړاندې باید ناوړه او بې ګټې عادات پريښودل شي لکه: له ماخستن وروسته ډير کېنستل/خبري کول، ډير خوب او خوراک کول، بې ګټې مجلسونه، ډيري اړیکې پالل، په بازارونو کې بې ګټې ژوند تیرول، د انټرنیټ  ډير استعمال او داسې نور؛ تر څو دا کارونه يې د عبادت لپاره خنډ نه وګرځي.
*۹_ د ضروري مسائلو زدکړه*
روژه هم د نورو عباداتو په څېر شرايط، آداب، مفسدات او مکروهات لري؛ ځکه نو تر روژې وړاندې باید په پورته ټولو شیانو هر څوک ځان خبر کړي؛ که عالم نه وي؛ باید له علماوو څخه مسئلې زدکړي؛ ترڅو عبادت يې له فساده وژغورل شي او په ښه توګه قبول شي.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوی ټکي: استقبالحسانرمضانمجاهد
مخکینې مطلب

د اسلامي همکاریو سازمان د نجونو زدکړو او کار په اړه طالبانو سره د خبرو لپاره د دیني عالمانو یو لوی پلاوی افغانستان ته لېږي

بل مطلب

پاکستان: IMF څخه د قرض ترلاسه کولو لپاره به پر خپل اټومي پروګرام هیڅ ډول معامله ونه کړو

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com