کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ حوت، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ‘حسین ابراهیم طاها’ وايي په پام کې ده چې د دې سازمان له خوا د اسلامي دیني عالمانو یو لوی پلاوی افغانستان ته ولاړ شي او طالب چارواکو سره د اسلام له نظره د نجونو د زدکړې او ښځو د کار په اړه خبرې وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۹ غونډه پرون پنجشنبه موریتانیا کې پیل شوه کې دوه ورځې به دوام وکړي.
که څه هم په دې غونډه کې د افغانستان اوسني حکومت استازي ته ځاي نه دی ورکړل شوی خو د افغانستان ځينې مسايل يې د اجنډا او بحث يوه برخه ده.
د غونډې پر لومړۍ ورځ د دې سازمان سرمنشي ‘حسین ابراهیم’ وویل:”د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان وضعیت او د اجرایوي کمیټې د پرېکړو تطبیق له نږدې څاري. زما ځانګړی استازی طارق علي بخیت تېره اونۍ افغانستان طالب چارواکو ته ویلي چې د بشري مرستو لړ کې به ملاتړ دوام ولري او دا چې طالبان دې د نجونو د زدکړې او ښځو د کار په اړه پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي. دغه راز دې د هر ډول ترهګرۍ پرضد لا ډېرې هڅې وکړي زياته يې کړه طالب چارواکو د تعلیمي نصابونو بیا کتنې او د نجونو د زدکړې لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کولو لپاره د نور وخت غوښتنه کړې ده.
په عين حال کې پرونۍ غونډه کې د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر ‘فیصل بن فرحان’ له طالبانو وغوښتل چې د حکومت لمن پراخه کړي او نورې سیاسي ډلې دې هم په واک کې شریکې کړي.















