پاکستان: IMF څخه د قرض ترلاسه کولو لپاره به پر خپل اټومي پروګرام هیڅ ډول معامله ونه کړو

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ کب، ۱۴۰۱ل)

‏د پاکستان مالیې وزیر «محمد اسحاق ډار» ویلي هیواد یې د قرضې لپاره خپل توغندیز پروگرام ته تغییر نه ورکوي.

ده د نړیوال وجهي صندوق یا IMF په غیر عادي چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي هیڅوک حق نلري چې پاکستان ته ووايي د کوم واټن توغندي او کوم ډول اتومي وسلې لري.

‏«محمد اسحاق ډار» وړمه ورځ یوې خبري ناستې د خبرو پر مهال ویلي، چې پاکستان به له IMF څخه د قرض د ترلاسه کولو لپاره پر خپل اتومي پروګرام هیڅ ډول معامله ونکړي.

په ورته مهال د یاد هیواد د ریل پټلۍ وزیر “خواجه سعد رفیق” ویلي، چې له هیواد یې IMF داسې غوښتنې کړي چې د ویلو نه دي او دوی یې هیڅکله منلو ته چمتو نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف ویاند “فواد جودري” ادعا کړې ده چې IMF له پاکستان غوښتنه کړې، چې د “اوږده واټن ویشتوونکو توغندیو له جوړولو او ازمایلو دې لاس پر سر شي.

مربوطه مطالب

Back to top button