ذ.مجاهد: مزار ښار کې د داعش درې پټنځايونو عملياتو کې ګڼ داعشي وسله وال وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ حوت، ۱۴۰۱ل)
افغان حکومتي چارواکي وايي ، چې مزار ښار کې د داعش درې پټنځايونو عملياتو کې ګڼ داعشي وسله وال وژل شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت حکومت وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې تیره شپه ناوخته د الله ج په نصرت د ځانګړو مجاهدو ځواکونو له خوا د بلخ مرکز مزار ښار په پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې د خوارجو په دریو پټنځایونو ځپونکي عمليات شوي.
د مجاهد په وينا په دې عملياتو کې ګڼ شمير داعشي خوارج وژل شوي، وسلې اومهمات یې نیول شوي، يو مجاهد هم زخمي شوی دی.
ځايي سرچينې وايي، د بلخ د والي محمد زمان مزمل تر شهادت وروسته په مزار ښار کې حکومتي ځواکونو په بېلابېلو ځايونو کې عمليات کړي، چې تر اوسه يې ګڼ شمېر داعشي وسله وال وژلي دي.



