د ا.ا.ا زعیم امارتي مسئولينو ته: د خپلوۍ او شخصي تعلُق پر بنسټ چاته له دندې ورکولو په کلکه ډډه وکړئ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۱ل)

په امارتي ادارو کې د ځينو مسؤلينو لخوا د خپلو ټاکل شويو زامنو د انفکاک په اړه د ا.ا.ا د مشرتابه حکم

د افغانستان د اسلامي امارت مشر شيخ الحديث “هبة الله اخندزادهـ” په یوه شفاهي هدايت په امارتي ادارو کې د مسؤلينو له لوري په دندو د خپلو بچيانو ګمارلو د منفکولو حکم وکړ.

د ۱۳/۸/۱۴۴۳ هـ.ق نېټې(۳۰) مې ګڼې د حکم په اساس د ټولو وزارتونو، رياستونو او خپلواکو امارتي ادارو مسؤلينو ته امر شوی دی چې د خپلوۍ او شخصي تعلق پر بنسټ چاته د وظيفې ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

په دغه حکم کې راغلي؛ د ټولو امارتي ادارو مسؤلين چې تر خپل امر لاندې اداراتو کې يې خپل يو يا څو زامن مقرر کړي دي، د دې حکم له ابلاغ څخه وروسته منفک دي او د خپلو زامنو پر ځای دې نور کسان مقرر کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button