د افغانستان ملي لوبډلې له پاکستانه د شل‌اوره سیالیو لوبلړۍ وګټله

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ وری، ۱۴۰۲ل)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه شل‌اوره سیالۍ کې د پاکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو لوبلړۍ یې د افغانستان په نوم کړه.

دا سیالي نن یکشنبه د وري ۶مه د متحده عربي اماراتو په شارجه کې وشوه.

د دې شل‌اوره سیالیو په دویمه لوبه کې پاکستان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته ۱۳۱ هدف وټاکه چې افغان لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په شلم اور کې یاد هدف پوره کړ.

په نننۍ لوبه کې رحمت الله ګربز تر ټولو زیاتې په ۴۹ بالونو ۴۴ منډې جوړې کړې.

د یادولو ده چې افغان لوبډلې د روانو لوبو په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه او د نننۍ لوبې په ګټلو سره یې د روانو سیالیو دا لوبلړۍ هم وګټله.

د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ درېیمه یا وروستۍ لوبه به سبا دوشنبه د وري ۷مه نېټه وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button