پاکستان کې د خوراکي توکو مرستې د وېش په مرکزونو کې د ګڼې‌ګوڼې له امله ۱۱ تنه مړه شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۲ل)

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ګڼې ګوڼې له امله د خوراکي توکو په یوه کارخانه کې د پیسو او مرستو د وېش پر مهال ۱۱ کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې د اقتصادي کړکېچ د مخ پر زیاتېدو پر مهال د دغه هېواد رسنیو نن شنبه د وري ۱۲مه خبر ورکړی چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د SK Dining په نوم په یوه کارخانه کې د زکات، اوړو او خوراکي توکو د وېش پر مهال د خلکو په ګڼه‌ګوڼه کې ۱۱ کسان مړه شوي دي.

بلخوا د کراچۍ پولیسو ویلي چې د مرستې ویش د دوی له اجازې پرته په دې فابریکه کې د دریو ورځو لپاره ترسره شوی او پولیسو د دې پېښې په تړاو د دغې فابریکې د مسوول په ګډون اووه کسان نیولي دي.

د دې فابریکې د یو ساتونکي په وینا، د دې فابریکې خاوندان هر کال په بېوزلو باندې زکات او نغدي مرستې وېشي، خو سږ کال د ګڼې ګوڼې له امله هغه کسان چې دې فابریکې ته د مرستې د ترلاسه‌کولو لپاره راغلي، نو ګڼه‌ګوڼه زیاته شوې او یو شمېر کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د يادولو ده چې د پاکستان د اقتصاد د کمزوري کېدو له امله په دغه هېواد کې د بېوزلۍ کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې او د دغه هېواد وګړي په ډېر بد مالي حالت کې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button