اردغان ترکانو ته: راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې باید امریکا ته درس ورکړئ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۲ل)

له هغه وروسته چې انقره کې د امریکا سفیر «جیف فلیک» د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان سیال «کمال کیلیکداروغلو» سره وکتل، ارودغان ترکانو ته په خطاب کې ویلي، چې
راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې باید امریکا ته درس ورکړئ.

ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې «وروسته تر دې به زموږ دروازې د امریکا د سفیر پرمخ تړلې وي ځکه چې نوموړي ته باید خپل ځای وروښودل شي.»

ولسمشر اردوغان ترکانو ته په خطاب کې ویلي، چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ترکي ولس لپاره خورا مهمې او برخلیک ټاکونکې دي اوس په ولس پورې اړه لري چې شل کاله پخواني وخت ته ورستنیږي او که د نوې ترکې جوړولو په بهیر کې موږ سره مرسته کوي.

د ولسمشر اردغان په خبره هېچا ته به اجازه ورنکړي چې یوځل بیا د ترکي ولس حقونه ترې واخلي؛ خو نوموړي د ترکیې په خلکو هم غږ کړی، چې د دوښمنانو دسیسو ته دې هوښیار اوسي او اجازه دې نه ورکوي چې یوځل بیا یې په مریو کې پړي واچول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button