اسلامي امارت د “بې‌سرنوشته” مجاهدینو په جلب او جذب ټینګار کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۲ل)

په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ د سختې څپې سره هممهاله د اسلامي امارت د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمیسیون امر کړی چې په دولتي ادارو کې دې ‘بې‌سرنوشته مجاهدین’ په دندو وګمارل شي.

د اسلامي امارت باختر آژانس نن دوشنبه د وري ۱۴مه خبر ورکړی چې د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمیسیون د ملي دفاع وزارت ته هدایت کړی چې د «بې‌سرنوشته مجاهدینو» د استخدام په برخه کې خپل کار پیل کړي.

اسلامي امارت داسې مهال د «بې‌سرنوشته مجاهدینو» په اړه اندېښنه ښوولې او د هغوی د استخدام لپاره غونډې کوي، چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵مې وروسته په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ کچه ۱۳ سلنه او د فقر کچه په ۲۰۱۹ کې له ۶،۳ میلیونو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۲۹ میلیونو ته لوړه شوې ده.

په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ او بېوزلۍ زیاتوالی په دغه هېواد کې د کډوالۍ او بشري ناورین د زیاتېدو لامل شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړې څارونکې ادارې د موندنو پر بنسټ، د اسلامي امارت بیاځلي واکمنېدو وروسته له ۷۰۰ تر ۹۰۰ زرو پورې دندې له لاسه ورکړل شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button