په هند کې د مسلمانانو یوه مدرسه او د قران کريم زرګونه نسخې سوځول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۱ل)

د الجزيرې د نړيوالې تلوېزيونې شبکې د خبر له مخې، د هندوستان په ((بهار شريف)) ايالت کې د هندوانو له خوا د ((رام نومي)) جشن په لمانځغونډه کې د سخت دريځو هندوانو يوې ډلې د ((عزيزيه)) په نامه د مسلمانانو تاريخي مدرسه او د قران کريم زرګونه نسخې سوځولي دي.سيمه ييزو رسنيو د عيني شاهدانو له قوله ويلي، چې د پېښې پر مهال امنيتي ځواکونو هم حضور درلود؛ خو تر پايه يې د هندو سخت دريځو مخه نه ده نيولې ده.د يادې تاريخي مدرسې يوه زده کوونکي ((الجزيرې)) ته په ژړغوني غږ ويلي، چې د مدرسې ترڅنګ جومات ته هم پراخ زيانونه رسيدلي او د قرانکريم ۴۵۰۰ مبارکې نسخې هم سوځول شو‌ي دي.که څه هم تر اوسه د هندوستان حکومت د يادې پېښې په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ويلي؛ خو دا لومړي ځل نه دی،چې په هغه هېواد کې د مسلمانانو او اسلام پر ضد ورته پارونکې کړنې ترسره کېږي،بلکې له د‌ې وړاندې هم ورته پېښې شوي،چې د نړۍ په لر او بر کې يې د مسلمانانو توند غبرګونونه را پارولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button