‏د ملي دفاع وزارت د حمایې لوا په ورکشاپونو کې زرګونه بېلابېل ډول پوځي وسایط ترمیم شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۲ل)

ملا محمد عيسی «ياسين» د دفاع وزارت د حمايې او امنيت لوأ قومندان وايي، چې د دغې وزارت اړوند زرګونه تخريب شوي وسايط د وزارت د تخنيکي ټيم له خوا بيرته ورغول شول.
راپور کې راغلي ، چې د ملي دفاع وزارت مشرتابه د ځانګړې پاملرنې او د حمایې لوا قوماندانۍ د تخنیکي ټیم مسؤلانو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو په پایله کې، چې د تیرو کلونو په اوږدو کې زرګونه بېلابېل ډوله پوځي وسایط لکه ‏هاموي ټانکونه، رینجر، انټرنیشنل، کرینګ، بوکیټ، فورکیټ، ماله، ټانکر، اور وژنکي موټر، امبولانسونه او زغره وال وسایط شامل وو، د یادې قوماندانۍ په ورکشاپونو کې بیا ځلې ترمیم شول.
د ملا محمد عيسی په وينا، پخوا په دغه وزارت کې يو ورکشاپ شتون درلود خو د تخريبي وسايطو د زيادت له امله يې ورته ورکشاپونه دوه کړل چې په هڅو يې اوس زرګونه وسايط بيا ځلې ترميم او د استفادې وړ وګرځېدل.
نوموړی زياتوي، دغه ترمیم شوي وسایط به د اړتیا پر مهال په قطعاتو کې وکارول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button