کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۲ل)
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبري غونډه کې ويلي له دې پرته،چې د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني له کابل سره به تعامل ته دوام ورکړي. مولود چاووش اوغلو دغه څرګندونې له خپل روسي سيال سره په ليدنه کې کړي. بل پلو، د افغانستان اسلامي امارت ويلي، چې له نړۍ سره تعامل او ښې اړيکې غواړي. د اسلامي امارت وياند وايي: له نړۍ غواړي چې له افغان حکومت سره خپلې اړيکې د هېوادنيو مسايلو پربنسټ تنظيم کړي.اخوا، د سياسي چارو ځينې شنونکي وايي، چې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره تعامل د هېواد په ګټه دی.
















