د افغانستان په شمال ختیځ کې د ۴،۱ زلزلې ټکانونه محسوس شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ وری ۱۴۰۲ل)
د ریښتر په کچه ۴،۱ درجې زلزلې نن دوشنبه د وري ۲۱مه د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ځینې سیمې لړزولې دي.
د هند د زلزلهپېژندنې ملي مرکز اعلان کړی چې دا زلزله نن دوشنبه په ځايي وخت د سهار په ۷:۲۳ بجو د بدخشان په مرکز کې د تاجکستان له اشکاشم څخه ۲۶ کیلومترۍ کې شوې ده.
د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴،۱ درجې و، او مرکز یې د ۱۵۰ کیلومترۍ په ژوروالي د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې ښوول شوی دی.
تر اوسه د افغانستان له شمال ختیځ څخه د مرګژوبلې او احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
تېره میاشت د دغه ولایت په جرایم ولسوالۍ کې له یوې سختې زلزلې سره له لسو زیات کسان مړه او تر سلو ډېر ټپیان شول او په ټول هېواد کې تر ۶۵۶ ډېر د استوګنې کورونه ویجاړ شول او همداراز د هغې زلزلې ټکانونه په ګاونډیو هېوادونو، لکه پاکستان، تاجکستان او هند کې هم محسوس شوي ول.
د یادولو ده چې افغانستان د طبیعي پیښو، لکه زلزلې، د ځمکښویېدنې، سیلابونو، وچکالۍ، واورو او سختو بارانونو سره یو مخامخ هېواد دی.



