اسرائیلو کې سیاسي کړکیچ؛ یوځل بیا حکومت ضد لاریونونه پیل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۲ل)
زرګونه اسراییلیانو د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو سره سره، د دغه هېواد په قضايي سیستم کې د بدلونونو د پليکولو له امله د دغه هېواد د لومړي وزیر د اقداماتو پر ضد یو ځل بیا لاریون کړی او دغه طرحه یې د اسرائیلو ډیموکراسۍ ته ګواښ بللی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې زرګونه اسراییلیان پرون شنبه د مارچ اتمه د دغه هېواد د لومړي وزیر د پالیسو پر ضد د تل ابیب سړکونو ته د لاریون په موخه راوتلي وو.
د رویټرز د راپور له مخې، په دې لاریون کې تر ۱۴۵ زره کسانو برخه اخیستې وه چې د اردو محافظین، سوداګریز مشران، د اسراییلو د ټیکنالوژۍ صنعت غړي او لسګونه محصلین هم پکې شامل وو.
د بنیامین نتنیاهو د حکومت د پلان په وړاندې لاریونونو داسې مهال زور اخیستی چې اسرائیل د روژې په مبارکه میاشت کې په څو جبهو کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مخ دی.
د بیت المقدس په الاقصی جومات کې د اسرائیلي پولیسو له برید وروسته دغه هیواد په غزې او جنوبي لبنان راکټي بریدونه هم کړي دي.
د یادولو ده چې نتانیاهو اوسمهال د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په خاطر د پولهساتو زیرمې قوي کړې او اردو ته یې امر کړی چې امنیتي پوستې پیاوړي کړي.
د اسرائیل د قضايي سیستم د بدلون لپاره د نتانیاهو له پلان وروسته په دغه هېواد کې بېساری کورنی کړکېچ رامنځته شوی او داسې ښکاري چې د بنیامین نتنیاهو حکومت د دغه بحران په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.



