کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۲ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د بخش اباد او کمال خان بندونو د پاتې چارو د بشپړولو، د غیر قانوني او بې کیفیته خوړو او درملو د تورید او بیلټۍ د مخنیوي ترڅنګ مهمې پريکړې شوي دي.
د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه چې پرون چهارشنبه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه پکې تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د فراه ولایت د بخش آباد او نیمروز ولایت د کمال خان بندونو د پاتې چارو د بشپړولو په موخه دې اړوند وزارتونه او ادارې د بودیجې له توشېح وروسته خپلې چارې ګړندۍ کړي.
د اقتصادي معاونيت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې د عایداتي منابعو د فعالولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د تطبیق اړوند د مالیې وزارت لخوا وړاندې شوی راپور او اړوند وړاندیزونه تائید او پرېکړه وشوه چې د مشرتابه عالي مقام سره دې شریک شي.
په غونډه کې اقتصادي معاونیت او مالیې وزارت ته دنده سپارل شوې چې په ګډه د عایداتي منابعو د فعالولو لپاره لا نور کار هم وکړي.
همدا راز ټولو وزارتونو او ادارو ته سپارښتنه شوې، چې د عایداتي منابعو د غښتلتیا په موخه خپلې پالیسۍ غني او له اقتصادي معاونیت سره یې شریکې کړي.
خبر زياتوي ، په ناسته کې د خوړو او درملو ملي ادارې په مشرۍ استخباراتو لوی ریاست، د صنعت او سوداګرۍ، مالیې او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له وزارتونو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې افغانستان ته د غیر قانوني او بې کیفیته خوړو او درملو د تورید او بیلټۍ د مخنیوي په موخه یوه جامع کړنلاره جوړه او د تاییدۍ لپاره یې په عاجله توګه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي:« د اقتصادي کمېسیون له همدې پرېکړې وروسته د خوړو او درملو ټول شرکتونه او سوداګر مکلف وبلل شول، چې د یوې نیمې میاشتې په موده کې خپل ټول واردات د خوړو او درملو ادارې له اصولو سره برابر کړي، که له ټاکلې نېټې وروسته هم هغوی د ناسمو موادو له واردولو ډډه ونه کړي، له قانوني چلند سره به مخ کېږي».
همدا راز په غونډه کې د جوزجان ولایت قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو په موخه د افغانستان برېښنا شرکت په مشرۍ جوړې شوې تخنیکې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یادې سیمې ته سفر وکړي او یادو ولسوالیو ته د برېښنا رسولو موضوع له نږدې و ارزوي او خپل راپور د وروستي تصمیم لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د غونډې په پای کې د کابل ښاروالۍ لخوا د بهزاد سینما اړوند ساحې، د بهزاد سینما مقابل ساحې او په درېیم مکروریانو کې د قاضي پلازا شاته د ځمکو د عامه او خصوصي مشارکتي طرحو قراردادونه د آزادې داوطلبۍ له لارې د وړاندې شویو پروپوزلونو په شرایطو سره، تائید شول.


















