په سوډان کې څه روان دي؟

حمدالله فطرت
کله چې په ۲۰۱۹ کال په سودان کې د عمر البشير پر ضد ولسي لاريونونه زيات شول نو د سوډان د فوځ مشر او دفاع وزير عوض بن عوف، لوی درستيز عبدالفتاح برهان او ستر جنرال حمدان حميدتي د عمر البشير نظام سقوط او د چارو واګې په لاس کې واخيستې.
خلکو چې د نظام د تبديلي لپاره يې لاريونونه کول د فوځي کودتا وروسته يو ځل بيا سړکونو ته راووتل، دوئ شعار ورکاوه چې هيڅکله عسکري او فوځي حکومت نه غواړي، بايد د چارو واګې نوي ملکي حکومت ته وسپارل شي.
د فوځي حکومت د مشرانو تر منځ هم اختلافات زيات شول، د فوځي شورا او حکومت مشر عوض بن عوف استعفا ورکړه او پر ځاي يې لوی درستيز عبدالفتاح برهان ته واګې وسپارلې د نوي فوځي حکومت په رأس کې دوه قوي جنرالان وو چې له عبدالفتاح برهان سره د سودان ۲۰۰۰۰۰ دوه لکه فوځ او جنرال حمدان حميدتي بيا د چټک غبرګون ځانګړو ځواکونو چې تعداد يې سل زرو ته رسيږي قومانده پر غاړه درلوده، دوئ دواړو د سوډان د مشرانو شورا په نوم يو نوې رهبري شورا تأسيس کړه چې نيم يې فوځي او نيم يې سياسي مشران وو.
ددې جوړښت په رأس کې د فوځ مشر عبدالفتاح برهان وو چې سوډان ولس ته يې وعده ورکړه چې نور به واک سياسي مشران چلوي فوځ به مداخله نه کوي.
ياد حکومت انتقالي دوره تيره کړه او واک يې نوي حکومت ته چې مشري يې يو غير فوځي سياسي مشر محمد حمدوک کوله وسپاره.
څه موده وروسته د قدرت دغه مثلث کې هم د واک پر سر ناندرۍ پیل شوې، چې د ولس له منځګړيتوب سره سره فوځ او چټک غبرګون ځواکونو د هيواد ټولې چارې په خپل کنټرول کې واخيستلې او مدني سياسي مشران چې نړيوال ملاتړ يې هم درلود له صحنې بهر کړل د قدرت د مثلث د يوې زاويې له منحل کيدلو وروسته د برهان او حميدتي تر منځ د واک پر چلولو اختلاف زيات شول چې نن يې د سوډان مرکز خرطوم مې يو په بل پسې جنګي جيټ الوتکې را الوزولې او د يو بل مرکزونه يې بمبار کړي.
الله تعالی دي د سوډان شريف ولس حفاظت وکړي. اوس ښه جوته شوه چې د يو نظام د بقا لپاره د صف وحدت او واحده قومانده څومره اړينه ده.
اللهم احفظ بلادنا وبلاد جميع المسلمين من کل سوء ومکروه.
اللهم احفظ اخواننا في سودان



