کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۲ل)
د سوډان د عامې روغتیا کمېټې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د نښتو له امله په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۵۶ تنه وژل شوي او ۵۹۵ نور ټپیان شوي دي. دغې کمېټې له ښکېلو لورو څخه غوښتي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او د دغه هېواد استثنایي شرایط په پام کې ونیسي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم تایید کړې چې په دغو نښتو کې د دوی درې کارمندان وژل شوي دي. مصر او سعودي عربستان هم په سوډان کې د ستونزې د حل لپاره د عربي ټولنې د بیړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې ده. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزیف بورل هم ویلي چې دغه ټولنه د ښکېلو لورو تر منځ د خبرو منځګړیتوب ته چمتو ده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په بیړه د دغو نښتو درېدو غوښتنه کړې ده. په سوډان کې د شبهنظامیانو او پوځ تر منځ نښتې پيل شوې چې لاهم دوام لري


















