کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۲ل)
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې له مسئولينو او ملي سوداګرو سره وکتل او له شبرغان تر الوان دښتې او له الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کيلو ولټه برېښنا د مزي د غځولو پروژې د تمويل په اړه يې خبرې وکړې. د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال د هېواد د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې د کورني صنعت رول مهم وباله او له هغوی يې د لويو اقتصادي پروژو د تمويل او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د افغانستان د صنايعو او معدنونو خونې مسئولينو وويل: دوی چمتو دي چې له شبرغان تر الوان دښتې او له الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کيلو ولټه برېښنا مزي د غځېدو د پاتې چارو د بشپړېدو د تمويل لپاره د خپلو برېښنا په بېلونو کې د افغانستان برېښنا شرکت ته لس سلنه زياتې پيسې ورکړي. دغه پيسې به يو ځانګړي حساب ته جمع او د يادې پروژې د چارو په بشپړولو کې به ترې ګټه پورته شي. د يادولو وړ ده چې د يادې پروژې عملي چارې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي.