اېکسپرېس ټرېبیون: امر خان متقي به په نږدې راتلونکي کې اسلام آباد ته سفر وکړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۲ل)

پاکستاني «اېکسپرېس ټرېبیون» ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر “ملا امیر خان متقي” به په نږدې راتلونکي کې اسلام آباد ته سفر وکړي.

دې ورځپانې لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو او د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر “امیر خان متقي” ترمنځ د تیرې شپې ټلیفوني اړېکه کیدای شي اسلام اباد ته د امیر خان متقي د احتمالي سفر لپاره پیلامه وي.

د ویلو ده چې تر اوسه افغان او پاکستاني چارواکو په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button