امریکا د چورلکو د ټکر پېښه کې ۳ پوځيان وژل شوي ۱ ټپي دی

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ ثور، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې، د امریکا په آلاسکا ايالت کې د پوځي تمريناتو پرمهال دوه چورلکې سره جنګېدلي چې په ترڅ کې يې ۴ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي رسنۍ ليکي، په دې پېښه کې ۳ تنه پوځيان وژل شوي، يو بل پوځي سخت ټپي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د امريکا پوځ ويلي، په ياده پېښه کې ۲ عسکر ځای پر ځای ووژل شول او دريم تن روغتون ته پرلاره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. امریکايي چارواکو ویلي، د دغه پيښې د رامنځته کیدو په اړه پلټنې کېږي چې د څه لامله رامنځته شوې ده.
د يادونې ده، چې تېره مياشت هم ۹ تنه امريکايي پوځيان په کنټاکي آيالت کې د تمريناتو په يوه شپني ماموريت کې د دوو طبي بلېک هاک چورلکو د ټکر پرمهال وژل شوي و.



