د ثور۸ که د ايمان زور

احمد منصور

دلته هر راغلي اشغالګر تېروتنه کړې ځکه د دغه باغي هېواد تاريخ د خلکو د پارېدنې لاملونه يې نه دي معلوم کړي تنها يې خپل مادي قؤة او کوچنيو اهدافو ته يې کتلي ځکه زيانونه يې لیدلي له لاسه ورکړي تر لاسته راوړلو يې زيات دي ځينو له ځينو بايد عبرت اخيستی وی خو د ټکنالوژی پياوړتيا د خدايی دعوې تر سرحده رسولي او مخه يې رب دې مؤمن هېواد ته کړې

له مغرور قدرت يوه روسيه وه خپل ماديات يې کتلي وه خو د مؤمن هېواد معنويات يې هېڅ په نظر کې نه وه نيولي نيمه نړۍ يې لاندې کړې وه له افغانستان د ډېرو هېوادو د مهار پلان يې درلود مسته روسيه وه فکر يې نه کوه چې زمکه به ورته سره تبۍ شي د ظلم باب يې پرانيست ، د خاد ظالمه اداره يې تاسيس کړه د مېړانې د وژلو په تکل وه په افغانستان يې د نيمې نړۍ ګمان کړی وو روسيې هم د انګريز په څېر د افغانانو سرې کرښې او د پارېدنې مرجعې يې وچيړلې مقدساتو ته له توهين نيولې تر د مساجدو، مدارسو بمبارولو، د علماؤ له ترور تر ورکولو يې سرپه ونه کړه د دين په تحريف يې لاس پورې کړ حج د عربو په تجارت او لمونځ په سپورت تعبيروه د ځينو شعارو په ورکولو ټول افغاستان يې غصب کاوه

هماغه وه چې بيا د غيرتي ملت ولولې/جذبې را وپارېدې تش لاسي خو ايماني قؤة هماغه وو چې د انګريز امپرطوري او د غدار واکمني يې پرې نړولې وه په کم وخت کې مجاهد ملت نيمه نړۍ په دې قانع کړه چې د ياد ليوه له شره ځانو ته نجات ورکول له دوي سره مرسته ده معرکې ميدان ورځ په ورځ ګرمېده دې غزا څوارلس کاله ونيول بلا آخره اتم د ثور د خدايی د دعوګرې غږونه خپ او ماتې خوړلي د خپل هېواد په لور مخه کړه د ځينو دا فکر چې ګواګی د نړۍ د مالي او وسايلو د مرستې له برکته دا مغروره لښکر مات شو ناسم ده اصل د جګړې لپاره افراد / سرتيري مهم دي نه وسايل ځکه د جنګ وسيلې دي د ثور په اتمه د ايمان زور نړۍ ته عيان شو په همدې ورځ ټکنالوژي ايډيالوژي ته د تعظيم په موخه سر خم کړ.

مربوطه مطالب

Back to top button