متقي: افغانۍ د نورو پولي واحدونو په پرتله با ثباته ده

کابل ټکی کام ( جمعه، ۸ ثور، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر “ملا امیر خان متقي” وايي، افغانۍ د سیمې هېوادونو د پولي واحدونو په پرتله با ثباته پاتې شوې ده.
نوموړي د دې وزارت په یوې غونډه کې ویلي، په داسې حال کې چې د ډالر پر وړاندې د سیمې د نورو هېوادونو پولي ارزښت کم شوی، خو د افغانۍ ارزښت د ورځې په تېرېدو سره زیاتوالی موندلی. له دې سره سم، د افغانستان بانک وايي، د پیسو د پالیسۍ په ښه تطبیق او د ډالر له قاچاقه په مخنیوي سره توانیدلي چې د افغانۍ د ارزښت له رالوېدو مخنیوی وکړي.
د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه بیا پر دې باور ده چې د افغانۍ د ارزښت د ساتنې لپاره باید د افغانستان بانک په دوامداره توګه ډالر بازار ته وړاندې کړي او همداراز په هېواد کې په راکړه-ورکړه کې د نورو اسعارو له کارېدنې مخنیوی وکړي.
ورته مهال اقتصاد وزارت بیا وايي، له افغانستان سره نغدي مرستو هم د افغانۍ ارزښت ساتلی دی.



