چهارشنبه, اپریل 29, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

اقتصادي جګړه!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
24
ځلې شریک شوی
299
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه: محمد سليم سليمان

تر اوسه به عامو لوستونکو د نظامي جګړې، ډيپلوماټيکي جګړې،اطلاعاتي جګړې په اړه اورېدلي وي خو اقتصادي جګړې په اړه به د اقتصاد له څانګوالو ماسوا نور، زه فکر کوم ډېر نه پوهېږي. نو راځئ چې لومړی د اقتصادي جګړې تعريف وکړو:

دا هم ولولئ

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

اقتصادي جګړه يا Economic warfare يوه اقتصادي ستراتيژي ده چې د هغې له پلي کولو څخه هدف د مقابل هېواد اقتصاد ضعيف کول دي

يا په بل عبارت اقتصادي تحريم هغه پلان شوي اقدامات او پروګرامونه دي چې يو يا څو دولتونه پکې خپل اقتصادي مناسبات ددې لپاره چې په مقابل هېواد فشار وارد کړي او خپلې غوښتنې پرې ومني اقتصادي مناسبات ورسره يا کموي او يا یې په ټپه دروي.

لومړنی او اساسي پلان د اقتصادي جګړې د پيسو جنګ currency war دی يا په اصطلاح د يو هېواد ورانول د پيسو له لارې، يا د مقابل هېواد د پيسو ارزښت راغورځول دي. يو مشهور نقل قول دی چې وايي: که غواړې چې يو هېواد پرځمکه راوغورځوې پيسې يې پرځمکه راوغورځوه هېواد خپله راپرېوځي.

او د پيسو جنګ د اقتصاد په حوزه کې (اتومي جنګ) بلل کېږي او لکه څنګه چې په نورو وسلو کې اتومي وسلې ډېر ورانی او ويجاړی رامنځته کوي او خطرناکه وي، په اقتصادي حوزه کې (د پيسو جنګ) ډېر ورانی او ويجاړی رامنځته کولای شي.

د پيسو جنګ لکه د ډالر او يورو جنګ، د ډالر او روبل جنګ، د يورو او يوان جنګ ،په اصل کې پيسې له يو بل سره جنګېږي او يو د بل ارزښت راغورځوي.

دويم مهم کار په اقتصادي جنګ کې سوداګريز جنګ دی: لکه موږ چې نن سبا اورو چې پلانی هېواد تحريم شوی دی ، اقتصادي بنديزونه پرې لګېدلي دي. په دې مانا چې هغه هېواد نشي کولای خپل توليدات له خپل هېواد څخه بهر وپلوري او نشي کولای د ضرورت وړ شيان له هېواد بهر په نورو ملکونو کې وپېري.

درېيم مهم شي په اقتصادي جنګ کې د توليد جنګ دی کېدای شي دا د تاسو لپاره عجيب او غريب وي. د توليد په جنګ کې سړه جګړه روانه وي هېوادونه له يوبل څخه اقتصادي طرحې غلا کوي او جاسوسي یې کوي او بيا په خپله ترې کار اخلي، د يوبل ټيکنالوژي پټوي ، او يا هم ټکنالوژي ته یې لاس رسی پيدا کوي چې خرابه او مختله یې کړي او یا یې ماته کړي لکه د نورد سټريم پايپ لاين چې له روسيې څخه اروپا ته يې ګاز لېږداوه او په لاره کې د سمندر په منځ کې د برتانيا او امريکا لخوا په بمونو ويجاړ شو تر څو د د اروپا او روسيې تر منځ د ګازو او نفتو سوداګري خرابه او مختل کړي . بل مثال به یې زموږ د افغاني محصولاتو درکړم کله چې زموږ مېوه جات او سبزي رسېږي او داخلي بازار له بسيا کولو وروسته دې ته اماده کېږي چې بايد خارج ته صادره شي او د هېواده بهر د پلور بازار ورته پيدا شي په همدې وخت کې پاکستان خپل سرحدونه سختوي او پر افغاني محصولاتو ټيکس جګوي او يا اجازه نه ورکوي چې له هېواده د باندې وپلورل شي او يا اقلا په پاکستان کې بازار ته ولېږدول شي نو دا چې افغاني زميندار ته همدا سبزي جات او مېوې پاتې کېږي او نشي کولای چې په ښه بیه یې وپلوري نو بزګر تاواني کېږي همدا هم د توليد د جنګ يو اړخ دی چې پاکستان یې له افغاني کروندګرو او تجارانو او په ټوله کې له افغانستان سره هرکال تکراروي.

د طبيعي منابعو حوزه: طبيعي منابع: لکه نفت ګاز، نيکل، کروم، مس او نور … هغه اوليه مواد دي چې نننی اقتصاد په هغه پورې تړلی دی او دا په نړيوال اقتصاد خورا تاثير لري چې په دې توکو باندې نړيوال کنترول او تاثير کوم هېواد ولري هغه کولای شي نړيوال اقتصادي مشکلات جوړ او يا کم کړي. د مثال په توګه امريکا ولې د منځني ختيځ په هېوادونو خېټه اچولې ده او ولې هلته نظامي اډې لري ځواب یې ساده دی ځکه هلته د نورو موخو تر څنګ يوه مهمه سرچينه نفت و ګاز دي چې هند، چين، جاپان، او اروپا هغه ته اړتيا لري او امريکا هروخت چې د سعودي په ارامکو کمپنۍ کې نفت کنترولوي په حقيقت کې د چين جاپان او کوريا اقتصاد کنترولوي او نه غواړي چې په خپل هېواد کې یې وګړي په ګرانه بيل تېل راونيسي او يا انرژي ته په سخته باندې لاس رسی ولري.

په دې اوسمهال کې د نورډ سټریم پایپ لاینونو کې د امريکا او برتانيا لخوا د چاودنو وروسته او په روسیې باندې د امريکا او اروپا لخوا د بنديزونو له لګولو وروسته له روسيې څخه د انرژي لېږد اروپا ته په بې ساري ډول کم شول. د اروپا د ښارونو اوسیدونکي سخت ژمي ته په انتظار وو. خو امريکا د اقتصادي جګړې په بل طرف کې خپل (ايل اين جي) ګاز ته په اروپا کې بازار پيدا کړ او د امریکایی شیل کمپنۍ اروپا ته د مایع طبیعی ګاز په عرضه کولو کې مرسته وکړه. امریکایی LNG د روسي انرژي ځای ونيو مګر اروپایان ډېر خوشحاله نه دي که څه هم له ژمي راووتل خو د (ايل اين جي) ګاز چاپيريال ککړوي او ددې انرژي خرابې پايلې به کلونه وروسته راڅرګندې شي.

په دې اړه د جرمني د Bundestag غړی اندري خونکو وايي په هرصورت اوس موږ له امريکا څخه (ايل اين جي) واردوو چې له روسي ګازو څخه ګران او له روغتيايي پلوه چاپيريال ډېر ککړوي.

که څه اروپايان له روسي ګازو سره بلد وو او د هغه له ارزانه بيه وو ، او تر اوسه هم د اروپا په ښارونو کې لاريونونه کېږي خو دوی مجبور دي اوس د امريکايي (ايل اين جي) لپاره دوه چنده قيمت ورکړي او له هغه سربېره چاپیريال هم ډېر ککړوي، په اوس وخت کې همدا د اقتصادي جګړې يو جوت او ښکاره مثال دی.

دا ګاز له امريکا څخه د ټآنکرونو په مرسته اروپا ته په لويو کښتيو کې راوړل کېږي او دا چې له سترو ټانکرونو څخه د لېږد په بهير کې يو بل ته انتقال کېږي او هم يې هوا خوري نو ډېر زيات ضايعات ورکوي او ډېر یې په اوم ډول هوا ته الوزي چې چاپيريال هم ککړوي. اروپا له دې مخکې په پايپ لاينونو کې له روسيې څخه ګاز ترلاسه کاوه چې په ميخانيکي ډول پاک او پوره ګاز ور رسېده او له سلفرو او رطوبتونو څخه پاک وو او هم یې لوړ کيفيت درلود او روغتيا ته یې زيان نه رساوه.

ډېرو پرمختللي هېوادونه د شيل طبيعي ګاز توليد او واردول له دې امله پرېښودل چې په اقتصادي لحاظ یې بيه لوړه او د چاپيريال د ککړولو او چټلولو يو لوی لامل وو اوس يوازې متحده ايالات د نړۍ ۹۵ سلنه اين ايل جي توليدوي او خپله هم ددې ګاز لوی مصرف کوونکی هېواد دی، نو له همدې امله مجبور دي په نوره نړۍ کې هم خپل توليد ته بازار پيدا کړي او په ښه او لوړه بيه یې وپلوري. او په هر ډول چې کېږي د نورو هېوادونو د ګازو د خرڅلاو د ګرم بازار مخنيوی وکړي هغه که د بنديزونو په بهانه وي او که د ګاز پايپ لاينونو د تخريب له امله او يا هم تش په نامه د (شنې انرژي) د لېږد په بهانه وي.

اروپايان د امريکا د ګازو د شرکتونو يرغمل کړې ده او اروپا هم بله چاره نه لري يا به لوړبیه له امريکا ګاز پېري او يا به يې کارونه درېږي او خونې به یې بې له ګازه سړې پاتې کېږي. نو لنډه دا چې هر هېواد غواړي خپلو توليداتو ته لاره پيدا کړي او په هر ډول چې کېږي خرڅلاو یې پراخ کړي او تر ډېره پکې د تجارت د نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو اصولو ته هم پاملرنه نه کېږي ، عموما هغه هېوادونه چې زور لري، اقتصاد یې ښه وي ، بلاک ولري کولای شي نړيوال اصول او لوظنامې له پښو لاندې کړي او څه چې غواړي يو توجيه ورته پيدا کړي.

نو په لنډ ډول د پورته ليکنې کې ځينې مهمې نومونې په دې ډول دي:

د کرنسيو جنګ: د اقتصادي اتومي جنګ په نامه پېژندل کېږي چې مانا یې د مقابل هېواد پولي واحد ارزښت راغورځول دي.

سوداګريزجنګ: د هغو هڅو په مانا ده چې په پايله کې یې يو هېواد ونشي کړای خپلو داخلي توليداتو او توکي له هېواده بهر په بل هېواد وپلوري او يا یې له هغو څخه وپېري او په اصطلاح د نورو هېوادونو لخوا اقتصادي تحريم کېږي.

د توليد جنګ : متهاجم هېواد د بل هېواد ټیکنالوژي غلا کوي، جاسوسي یې کوي او يا یې له نورو هېوادونو سره په اقتصادي اړيکو د ټينګولو په ټيکنالوژي کې خنډ او اختلال رامنځته کوي.

د منابعو جنګ : د خامو او اوليه موادو په کنترول جنګ ته ویل کېږي چې استعمارګر هېوادونه وکړای شي نور هېوادونه په ځان پورې وتړي او خپلې غوښتنې پرې ومني.

لوی ټکي: اقتصاديجګړهسلیمسلیمان
مخکینې مطلب

که رسول الله ﷺ ته يوه خبره لیږې؟

بل مطلب

امريکا کې د ډزو له امله پنځه تنه وژل شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سوډان؛ د الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com