کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ ثور، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، د امریکا په ټکزاس ایالت کې د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
اې بي سي نیوز ته ځايي پوليسو ويلي، چې پېښه د دغه ايالت په کليولينډ سيمه کې تېره ورځ رامنځته شوې ده.
پوليس وايي، بريدګرو په يوه کور کې د يو اته کلن ماشوم په شمول پنځه تنه وژلي او نور له سيمې تښتېدلي دي خو د پوليسو په وينا د بريدګرو د نيولو هڅې روانې دي.
امنیتي چارواکو بيا شکمن بريدګر یو مکسیکویي سړی بللی چې په خبره يې نشه يې کړې وه او په تېښته و.
تر اوسه د بريد لامل نه دی په ډاګه شوی.


















