مجاهد: د تېر حکومت پر چارواکو هېڅ ډول محدوديت نه شته

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ ثور، ۱۴۰۲ل)
اسلامي امارت وايي: پر هغو پخوانيو دولتي چارواکو، چې په هېواد کې اوسېږي هېڅ ډول محدوديت نهدی لګول شوی.د اسلامي امارت د وياند په وينا: اوس پخواني چارواکي کولی شي، په عادي توګه له هېوادوالو سره وګوري او له هېواده بهر هم سفرونه وکړي.تر دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې په افغانستان کې پاتې پخواني حکومتي چارواکي او سياسي څېرې د اسلامي امارت تر څارنې لاندې دي او له هېواده بهر د تګ اجازه نه ورکول کېږي.د اسلامي امارت وياند ښاغلي ذبيحالله مجاهد پهدې اړه وايي: ((دوی افغانان دي او په خپل هېواد کې ژوند کوي، له افغانانو سره لېدنې-کتنې کوي، زموږ د کوم ارګان له لوري پر هغوی کوم بنديز نهشته او د هغوی بندول هم سم کار نهدی.))پخوانی ولسمشر حامد کرزي، د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني رئيس عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې پخوانی رئيس فضل هادي مسلميار او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هغه څېرې دي، چې په افغانستان کې پاتې دي او ځينو يې بهر ته سفرونه هم درلودل.د سياسي چارو کارپوه بلال فاطمي وايي: (( که موږ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو منشور ته وګورو هلته فردي آزادي، خبرې کول او سياسي فعاليت د هر انسان اساسي حق دی.)) د پوهنتون استاد سيد جواد سجادي وايي: (( هر ډول محدوديت او د اساسي حقونو اخيستل د ملي باور د له منځه وړلو باعث کېږي او په هېواد کې د سولهييزو حللارو د پيدا کولو هيلې له منځه وړي.))دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو او د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني رئيس عبدالله عبدالله بهرني سفرونه کړي.



