د پاکستان له زندانونو څخه ٥٦ تنه افغان بندیان را خلاص او په دولتي مصارفو خپل هیواد ته را ستانه شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ ثور، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې، د پاکستان له زندانونو څخه ٥٦ تنه افغان بندیان را خلاص او په دولتي مصارفو خپل هیواد ته را ستانه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند حافظ ضيا احمد په خپل رسمي ټويټر اکاونټ د ياد شمېر افغانانو د خلاصون خبر ورکړی زياتوي دغه افغان بنديان د شنبې په ورځ، د ١٤٠٢ هجري شمسي کال د ثور په ٩ مه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د سیند ایالت له زندانونو څخه را خلاص او په دولتي مصارفو خپل هیواد ته راستانه شول.

‏د ښاغلي ضيا احمد په وينا، تر دې مخکې هم پاکستان کې د افغان سفارت په هڅو سلګونه افغانان د هغه هېواد له بېلابېلو زندانونو آزاد شوي چې په خبره يې تر دې مهاله يې شمېر تر ٢٢٧٦ تنو پورې رسېږي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button