د بهرنیو چارو وزیر د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته روان شو

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ ثور، ۱۴۰۲ل)
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر “ملا امیر خان متقي” د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته روان شو.
د دې وزارت مرستیال ویاند پر ټویټر لیکلي، د بهرنیو چارو وزیر به پهدې سفر کې د افغانستان او پاکستان د دوه اړخيزو سياسي-تجارتي اړيکو، سيمهييز ثبات او ټرانزيټ په اړه خبرې وکړي.
د ویاند په خبره، د بهرنيو چارو وزیر به د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي او د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيران به دوه اړخيزې خبرې هم ولري.



