د ترکیې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې نن ترسره کیږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ ثور، ۱۴۰۲ل)
نن په ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره ټولټاکنې ترسره کېږي. ټاکنیز کمپاینونه پرون پای ته ورسېدل. د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان، د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو او ښی اړخی ملتپال سیاستوال سنان اوغان به د ترکیې د نن ورځې په ټاکنو کې خپل بخت وازمويي. په ترکیه کې به له ولسمشریزو ټاکنو سره هم مهاله پارلماني ټاکنې هم ترسره شي. یو شمېر افغانان چې له کلونو راهیسې په ترکیه کې ژوند کوي، د دغه هېواد پارلماني ټاکنو ته درېدلي دي. په ترکيه کې د افغانانو د ټولنو د پلټفورم رییس د هغو افغانانو شمېر چې د ترکیې په ټاکنو کې د رایې ورکولو حق لري، نږدې سل زره تنه اعلان کړی دی.



