عمران خان په ټول پاکستان کې له خپلو پلویانو د سترو لاریونونو د کولو غوښتنه وکړه

 کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ ثور، ۱۴۰۲ل)

 د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان تر خوشې کیدو یوه ورځ وروسته په خپلو پلویانو غږ کړی چې په ټول هیواد کې لاریونونه وکړي. نوموړي په یوه ویډیویي پیغام کې خپلو پلویانو ته په خطاب کې ویلي، «خپلواکي په آسانۍ نه راځي، تاسو یې باید واخلئ او باید سرښندنې ورکړئ» د تحریک انصاف ګوند مشر د خپلو پلویانو څخه غوښتي چې په کلیو او کوڅو کې نن لاریونونه وکړي او تر څنګ يې دا هم ویلي چې په سمدستي توګه د ټاکنو لپاره به د چهارشنبې په ورځ خپله مبارزه بېرته پیل کړي. عمران خان په خپلو خبرو کې د پخوا په څېر د خپلې نیول کېدو ملامتي د پاکستان د پوځ په لوی درستیز واچوله او زیاته يې کړه چې د همدې لوی درستیز د کړنو له کبله د پوځ نوم بد شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button