چين :د افغانستان ملي حاکميت او ځمکني بشپړتيا ته دې پوره درناوی وشي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ ثور، ۱۴۰۲ل)
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين د ويلي: چين د افغانستان د يوه پخواني ګاونډ په توګه په دې باور دی، چې افغانستان بايد له نړيوالې ټولنې منزوي نهشي.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين په يوه خبري ناسته کې د درې اړخيزې غونډې د ګډې اعلاميې ستاينه وکړه او وايي، چې دغه سند د چين او افغانستان د اړيکو د راتلونکي پرمختګ او د امنيتي همکاريو د پياوړتيا او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډېر مهم دي.وانګ ونبين وايي: چين د افغانستان د دوديز ګاونډي په توګه پهدې باور دی، چې افغانستان بايد له نړيوالې ټولنې نه ګوښه نهشي. د افغانانو هوساينه او ګټې د پاملرنې وړ دي. د سولې، بيارغونې او د افغانستان د ملي حاکميت د ساتنې له بهير څخه بايد ملاتړ وشي.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين وايي:موږ هيله لرو، چې د افغان حکومت به غښتلي ګامونه پورته کړي او د نړيوالې ټولنې د باور د ګټلو لپاره به عملي هڅې وکړي.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند زياتوي، چې د افغانستان د سولې او بيارغونې بهير بايد غښتلي شي او د دغه هېواد حاکميت او ځمکني بشپړتيا ته درناوي وشي.
يو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې ټولې خواوې بايد د افغانستان د بهرنيو اړيکو، امنيتي همکاريو د پراختيا او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره صادقانه ګامونه پورته کړي.



