د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې؛ خو واکمن ګوند د پارلمان اکثریت څوکۍ ګټلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ ثور، ۱۴۰۲ل)

د ترکیې د ټولټاکنو د خپلواکې شورا رئیس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په هیواد کې د ولسمشریزو ټاکنو ټولې رایې شمیرل شوي‌ دي‌ چې له مخې یې له نوماندانو څخه رجب طیب اردوغان ۴۹ عشاریه ۵۱ سلنه او کمال قلچدار اوغلو ۴۴ عشاریه ۸۸ سلنه رایې ترلاسه کړي‌ دي.
دغه را سینان اوګان ۵ عشاریه ۱۷ سلنه رایې ترلاسه کړي‌ دي.

په دې ډول د هیواد د ټاکنو د قانون له مخې هیڅ کوم نوماند نه دی توانیدلی چې مطلق اکثریت رایې ترلاسه کړي چې له مخې ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدلې.

هغه وویل چې د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو به د مې په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شي. دویم پړاو ټاکنې به د ټاکنو د لومړي‌ پړاو د دوو مخکښو نوماندانو رجب طیب اردوغان او کمال قلچدار اوغلو ترمنځه ترسره کېږي.

هغه وویل چې د ټاکنو د دویم پړاو لپاره د هیواد نه د باندې د رایو اچونې بهیر به د مې په ۲۴ مه نیټه پيل شي.

که څه هم د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدلی؛ خو د ولسمشر اردغان په مشرۍ د “عدالت او پرمختګ” ګوند د پارلمان اکثریث څوکۍ ګټلي دي.

د ویلو ده چې د پارلمان ټولې چوکۍ ۶۰۰ دي چې له ډلې یې واکمن ګوند ۳۲۳ چوکۍ، د اغلو په مشرۍ اپوزیسیون ۲۱۲ چوکۍ او پاتې ۶۶ یې نورو ګوندونو ګټلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button