ولسمشر اردوغان: له سوریې څخه خپلو ځواکونه د ایستلو پلان نه لرو

 کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ ثور، ۱۴۰۲ل)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار کړی، چې انقره له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان نه لري او په دغه هېواد کې به پاتې شي.
نومړی دغه څرګندونې پرون له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې کړې.
هغه په ​​سوریه کې د ترکي ځواکونو د دوام سبب  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وبلله.
ترکیې له ۲۰۱۶م کال راهیسې د سوریې په شمال او شمال ختیځ کې د کرد ملېشو له زیاتېدو سره د مقابلې لپاره په دغه هېواد کې خپل پوځي حضور پراخ کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button