عمران خان امنیتي ځواکونو ته د خپل کور د تلاشي کولو اجازه نه ده ورکړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ ثور، ۱۴۰۲ل)

 د پاکستان مخکني لومړي وزیر عمران خان د دغه هیواد امنیتي ځواکونو ته اجازه نه ده ورکړې چې د هغه کور تلاشي کړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان پخواني لومړي وزیر ادعا کړې چې په وروستیو تاوتریخوالو کې ښکیلو کسانو ته یې پناه نه ده ورکړې او دا پلټنه به هغه وخت ترسره شي چې د پاکستان د سترې محکمې له خوا یو خپلواک کمیسیون جوړ شي. تر دې مخکې داسې ادعاوې شوې وې چې په دغه هېواد کې د وروستیو لاریونونو پر مهال پر پوځي تاسیساتو برید کوونکي شاوخوا څلوېښت کسان د عمران خان په کور کې اوسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button