کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ جوزا، ۱۴۰۲ل)
وروسته له هغه چي د ترکیې ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې؛ ملتپال نوماند سېنان اوغان اذربایجان الاصله ترکی دی چي په دوهم پړاو ټاکنو کي یې د رجب طیب اردوغان ملاتړ اعلان کړ.
اوغان د دغو ټاکنو له دوو مخکښو نوماندانو رجب طیب اردوغان او د هغه له مخالف نوماند کمال کلیچداراوغلو ډېر شاته و؛ خو د چارو څارونکي يې دا اعلان د اردوغان د مخالفې ټلوالې د نوماند لپاره پام وړ زیان ګڼي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو ملتپال نوماند سېنان اوغان د ټاکنو په لومړي پړاو کي درېیم ځای او د ټولو کارېدلو رایو پنځه سلنه خپلې کړې وې؛ خو په دویم پړاو ټاکنو کي يې د پلویانو رایې مهمې ګڼل کيږي.
دغه ملتپال نوماند په را روانه یکشنبه د دغو ټاکنو د دویم پړاو په درشل کي د یوه بیان له لارې له خپلو پلویانو وغوښتل چي اوسني ولسمشر او په روانو ټاکنو کي د مخکښ نوماند رجب طیب اردوغان ته رایه ورکړي.
د اوغان دا اعلان چي په دویم پړاو ټاکنو کي د رجب طیب اردوغان تر څنګ درېږي د اپوزيسيون د ټلوالې نوماند کمال کلیچداراوغلو ته دروند تمامېدی شي؛ ځکه هغه په وروستیو ورځو کي هڅه کړې وه چي د ملتپالو رایه ورکوونکو ملاتړ خپل کړي.