د یوناما مشرې له ‘سراج الدین حقاني’ سره کتلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د غبرګولي، لومړۍ ۱۴۰۲ل)

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا د کورنیو چارو له سرپرست، سراج الدین حقاني سره کتلي دي.

دغه وزارت په خپل ټویټر لیکلي، چې ښاغلي حقاني روزا اتونبایوا ته هرکلی کړی او په افغانستان کې د پام‌وړ امنیت ډاډ ورکړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د کورنیو چارو سرپرست په دې کتنه ویلي چې د اسلامي امارت استازو ته باید د ملګرو ملتونو لخوا په جوړېدونکو غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي.

د اعلامیې له مخې، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې په دې کتنه کې ویلي چې د افغانستان امنیت د پام وړ ښه شوی او له لرو پرتو سیمو څخه مرکز ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی.

په دې کتنه کې ښاغلي حقاني همداراز د بشري مرستو په برخه کې له ملګرو مننه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button