کابل ټکی کام (جمعه، ۵ جوزا، ۱۴۰۲ل)
په قطر کي د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چي د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسۍ دا ده چي له ګاونډیو او د نړۍ له اروپا هېوادونو سره مثبتې ډیپلوماټیکې اړیکې لرلو غوښتونکی دی.
په قطر کي د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه غوښتي چي پر افغانستان باندې فشارونو اچولو څخه ډډه وکړې او روانې ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي.
سهیل شاهین زیاته کړه چي اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې د رسمېت پېژندلو ټول معیارونه او شرایط پوره کړي او نړیواله ټولنه دې اسلامي امارت په رسمېت سره وپېژني.
په تېرو شلو میاشتو کي د اسلامي امارت د حکومت د رسمېت پېژندلو او تعامل کشاله دومره اوږده شوې چي د سیمه اییزو هېوادونو په شمول د نړۍ اروپایي هېوادونو هم دېته زړه نه دي ښه کړی چي د کابل اوسنی حکومت په رسمېت سره وپېژني.