کابل ټکی کام (جمعه، ۵ جوزا، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر “عمران خان” او د حکومت مخالف ستر سیاسي ګوند تحریک انصاف سلگونه نور لوړپوړي غړي ممنوع الخروج اعلان شوي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت د PTI مشران د مې له نهمې نېټې د تاوتریخوالي د ډکو لاریونونو په خاطر ممنوع الخروج اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د تحریک انصاف گوند گڼ شمېر مشرانو د دې گوند له غړیتوبه استعفاوې کړې دي.
په ورته مهال بیا د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په خپلو پلویانو غږ کړی، چې سبا شنبه د مئ په ۲۷ نېټه دې د هیواد په لر او بر له خپلو حقونو څخه د دفاع او د حقیقي آزادۍ د راتلو لپاره پُر امن لاریونونه وکړي.
عمران خان په خپله ټویټر پاڼه د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره له حکومت مننه کړې چې دی یې ممنوع الخروج اعلان کړی دی ځکه دی له هیواد څخه د نورو په څېر د تېښتې اراده نلري، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به له خپلو خلکو سره پاتې کېږي او په خبره یې له هیواد څخه د باندې کومه مجلله ماڼۍ څه چې یوه لویشت ځمکه او نه کوم بانکي اکاونټ لري.
















