په ترکيه کې نن د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو ترسره کېږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۷ جوزا، ۱۴۰۲ل)

‏د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پرمختګ ګوند مشر رجب طیب اردوغان او د شپږو ګوندونو د ایتلاف ګډ کاندید کمال قیلچدار اوغلو د مې د ۱۴مې نېټې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د پنځوس سلنې رایو په ګټلو کې پاتې راغلل. چې له امله یې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان نن سهار وختي لومړی ایا صوفیا جومات ته لاړه او وروسته یې د ترکیې د پخواني لومړي وزیر “شهید عدنان مندریس” رحمه الله په قبر د ګلونو ګیډۍ کیښودلې؛ خو سیال کاندید یې بیا د کمال اتاترک د قبر زیارت وکړ.
د کتوونکو په باور ولسمشر اردغان به نننۍ ټاکنې په غوڅ اکثریت سره وګټي.

مربوطه مطالب

Back to top button