د پاکستان سیاسي کړکیچ؛ حکومت یوځل بیا د عمران خان د نیولو هڅې پیل کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۷ جوزا، ۱۴۰۲ل)

په داسې حال کې چې په پاکستان کې سیاسي کړکیچ دوام لري پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې حکومت یوځل بیا د دغه هیواد د پخواني لومړي وزیر او د ستر حکو مت مخالف سیاسي ګوند تحریک انصاف د مشر “عمران خان” د نیولو هڅې پیل کړې دي.
د پي پي آئي خبري اژانس د خبر له مخې عمران خان به په زمان پارک کې په خپل کور کې نظر بند وي او د نظربندۍ پر مهال به هیچا ته له نوموړي سره د لیدلو اجازه نه ورکول کېږي.
دغه راز به عمران خان ته اجازه نه وي چې کوم سیاسي فعالیت وکړي، یا د کومې رسنۍ او یا د خپلو ټولنیزو شبکو د اکاونټونو له لارې ملت ته وینا وکړي.
د ویلو ده چې د مئ د ۹ مې نېټې له خونړيو لاریونونو وروسته د تحریک انصاف ګوند ۶۰ مهمو غړو له عمران خان لاره بېله کړې ده او تر لسو زرو ملاتړي یې د پولیسو لخوا نیول شوي چې په ځینې به یې پوځي محکمو کې محاکمه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button