کابل ټکی کام (جمعه، ۵ جوزا، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د دغه هېواد په مشرانو جرګه کې ویلي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې د ترهګرو ډلو د مسلې په اړه جدي خبرې کړې دي. د هغه په وينا، د ترهګرو ډلو مسله د افغانستان او پاکستان تر منځ يوازينی خنډ دی. زرداري بیا هم په افغانستان کې ثبات د سوداګرۍ او سیمه ییز ټرانزیټ لپاره مهم وباله او ویې ویل چې پاکستان باید د افغانستان له لارې د سوداګرۍ لپاره منځنۍ اسیا ته لاسرسی ومومي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د لویدیځو هیوادونو له خوا د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنیو په کنګل کیدو هم نیوکه کړې ده.