روسيي چارواکي: پر مسکو وروستي بې پیلوټه بریدونه اوکراین کړي

 کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ جوزا، ۱۴۰۲ل)

روسیې پر مسکو د وروستیو بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو تور پر اوکراین پورې کړ. د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل دا واضح ده چې د اوکراین د پرېکړو پر مرکز د دوی د یکشنبې د ورځې د برید پر وړاندې د کیېف دا غچ اخیستونکي اقدامات دي. د روسیې په پلازمېنې مسکو کې د سې ‌شنبې د ورځې د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې څو ودانۍ په نښه شوي دي. تر اوسه یې د احتمالي ځاني اومالي زیانونو په اړه راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button