ترکیه کې د چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ جوزا، ۱۴۰۲ل)

د ترکیې دفاع وزارت ویلي چې په پلازمېنه انقره کې د توغندیو د جوړېدو په فابریکه کې چاودنې پنځه کارګر وژلي دي.
دا چاودنه نن د ‘ایم کې اي’ توغندیو او چاودېدونکو توکو په فابریکه کې وشوه.
ياده فابریکه له انقرې څخه شاوخوا څلوېښت کیلومتره لرې ده.
د انقرې والي “واسیپ ساهین” ویلي، د ژغورنې هڅو ته اړتیا نه‌‌شته ځکه چې نه څوک ایسار شوي او نه هم څوک ټپي شوي چې روغتون ته انتقال شي.

مربوطه مطالب

Back to top button