اسلامي امارت: د ټاموېسټ سفر بې ګټې او یې هم اجنډا تکراري ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ جوزا، ۱۴۰۲ل)
ټام وېسټ د خپل سفر په ترڅ کې په لندن او ابوظبي کې له چارواکو سره د ليدنو په اړه هم خبر ورکړ او ويلي يې دي ،چې له چارواکو سره يې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.خو اسلامي امارت د دغه سفر اجنډا هم تکراري او سفر بې ګټې بولي.د اسلامي امارت وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، د امريکا د استازي سفر هغه وخت ګټور تمامېدای شي چې له نويو موضوعاتو سره راشي.ښاغلی مجاهد زياتوي ،چې تکراري خبرې، پر افغانستان د فشار راوړلو هڅې او بيا بيا د افغانستان په اړه منفي نظرونه ورکول ګټه نه کوي لکه مخکې يې چې نه ده کړې:((ښه به دا وه چې يو نوي تحول يې راوستی وای، له اسلامي امارت سره يې د تعامل نوې پاڼه پرانيستې وای او د اعتماد فضا يې رامنځته کړې وای. د افغانستان له خلکو سره يې د همکارۍ زمينه مساعده کړې وای، دا هغه څه وو ،چې د دوو هيوادونو او خلکو ترمنځ يې اړيکې پياوړې کولې او له ثبات او امنيت سره يې ډېره مرسته کوله، خو چې داسې ونه شي، د فشارونو هڅه، تکراري خبرې او اقدامات ګټه نه کوي؛ لکه په تېر کې يې چې نه ده کړې.))د سياسي چارو کارپوهان وايي: تر اوسه د امريکايي چارواکو په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي سفرونو کومه پايله نه ده ورکړې او بې ګټې وو.د سياسي چارو کارپوه سيداکبر سيال وايي: دا سفرونه به تر هغه دوام وکړي، څو ،چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ شته ستونزې نه وي حل شوې:((د دغو سفرونو ارزښت په دې کې دي چې لاهم د افغانستان خلک، د افغانستان جغرافيه او د افغانستان نظام او حکومت د نړيوالو له نظره نه دی غورځېدلای او تل هڅه کوي ،چې د افغانستان روانه کشاله حل شي، زما په نظر دا سفرونه به تر هغه دوام ولري، څو چې موږ له نړيوالو سره يو توافق ته نه وو رسېدلي.))دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په وار وار اسلامي امارت ويلي، چې بايد ستونزې او غوښتنې د نورو اړخونو پرځای له دوی سره مخامخ شرېکې شي، خو بيا هم نړيوال نورو هيوادونو ته سفرونه کوي او د افغانستان په اړه په خپلو کې سره خبرې کوي.



