په اکوادور کې یوه زړه ښځه د خښولو پر مهال بېرته بېداره شوه  

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ جوزا، ۱۴۰۲ل)

په اکوادور کې یوه ښځه د هغې د مرګ له اعلان پنځه ساعته وروسته په تابوت کې داسې مهال ژوندۍ شوه چې خپلوان یې په خښولو بوخت وو.

دې ښځې د خاورو ته سپارلو پر وخت د تابوت تخته ټکولې او خپلوان یې متوجه کړي چې مړه نه، بلکې ژوندۍ ده.

د «بلا مونتویا» په نامه دا ۷۶ کلنه ښځه اوس په هغه روغتون کې تر درملنې لاندې ده چې دا یې مړه اعلان کړې وه.

بلخوا د مونتویا زوی «ګیلبرت بالبران ویلي چې مور یې د مړینې له اعلان پنځه ساعته وروسته په تابوت کې لاسونه وخوځول او اوس د اکسیجن اخیستلو لپاره په روغتون کې بستر ده.

ویل کېږي، دا ښځه د مغزي‌سکتې له امله مارتین ایکازا روغتون ته وړل شوې وه او ډاکترانو مړه اعلان کړې وه.

په ورته وخت کې د دغه هېواد روغتیا وزارت د دې پېښې د پلټنې او د مونتویا د روغتیاپالنې لپاره د یو پلاوي د ټاکلو خبر ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button