ناټو اروپا کي د خپل تاریخ تر ټولو ستر پوځي تمرینونه پیل کړي

(کابل ټکی کام، سه شنبه، ۲۳ جوزا، ۱۴۰۲ل)

ټاکل شوې چي د ناټو دغړو هېوادونو ۲۵۰ الوتکې به په دغو تمرینونو کي ګډون وکړي؛ چي ۱۱ ورځې به روان وي. دا په ۱۹۴۹ م کال کي د شمالي اتلانتیک تړون “ناټو” له جوړېدو راهیسې د هوايي دفاع درویشتم او ترټولو ستر تمرین دی.

د چارو څارونکي په دې باور دي چي ناټو غواړي د دغه راز ستر تمرین په ترسره کولو خپلو غلیمانو ته یو سیاسي پیغام ورکړي او غواړي هغوی ته ووايي؛ چي د ټلوالې د غړو هېوادونو د خاورې د هر لوېشت دفاع ته چمتو ده.

په دغه پوځي تمرین کي د ناټو ۲۵ هېوادونه ګډون کوي او ټاکل شوې یوازې امریکا دې مانورو ته خپلې سل الوتکې د اتلانتیک سمندر له پورې غاړې ور ولېږي.
دا پوځي مانورې چي پرون د جون پر ۱۲ پیل شوې د روانې میاشتې تر ۲۳ نېټې دوام کوي او په دې مانورو کي د ناټو ټلوالې څه د پاسه ۱۰ زره سرتېري هم ګډون کوي.

په دغو تمرینونو کي په بېړني حالاتو کي د هوايي ډګر له لارې د خلکو د ایستنې عملیات هم شامل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button