کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ جوزا، ۱۴۰۲ل)
افغان.پلازمینه کابل کې د پاکستاني ولس او حکومت له لوري جنګ ځپلي افغان اولس سره د همکارۍ او وفادارۍ د لړۍ په دوام لري
د کابل په “النور” د سترګو روغتون کې د سترګو په رنځ د اخته افغان ناروغانو لپاره د پاک افغان همکارۍ فورم له لوري د الخدمت خیریه بنسټ او د پاکستاني حکومت په مالي مرسته افغان اولس لپاره د سترګو وړیا علاج او جراحۍ کیمپ جوړ شوی و.
په دغه وړیا کیمپ کې د سترګو په رنځ د اخته ۹۱ ناروغانو جراحي عملیات ترسره شول.
افغان اولس ، ځایي مشرانو او د وړیا علاج کوونکو افغان رنځورانو له لوري له پاکستاني اولس، حکومت، پاک افغان د همکارۍ فورم او الخدمت فاونډیشن پاکستان مشرانو څخه مننه وکړه چې د افغان غریب اولس وړیا درملنه او د سترګو د جراحي لپاره یې د دوی زمینه برابره کړې وه.
د ویلو ده چې د درملنې دغه وړیا کیمپ له ۷ اووم جون څخه تر ۱۰لسم جون پورې دوام درلوده چې د سلګونو بې وزله افغانانو وړیا درملنه پکې ترسره شوه.
















