د افغانستان پر اقتصاد د امنیت اغېزې

لیکنه : استاد عبدالجبار وحدت
داچې امنیت د ولس ستره هیله ، ارمان او الهي نعمت دی ، د ولس هره طبقه ( عالم ، سوداګر ، استاد، زده کړیال ، ډاکټر ، هټیوال…. بلاخره عام وګړي د ژوند کولو لپاره امنیت ته اشده اړتیا لري ،یاد فکټور په اقتصادي لحاظ زموږ هیواد د ثبات او ټيکاو خوا ته بیایي ، بلاخره د خود کفایي او د ژوند سطحې لوړوالي سبب ګرځي، د ګمرک ، اقتصادي انحصار مخنیوي ، زراعت ، برېښنا ، زیربنایي پروژې، اوبو بندونه ، انرژي، ترانسپورت ، قاچاق او اداري فساد د مخنیوي په برخو کې رغنده او اغیزناک رول لوبولی شي.
اصلا په هیواد کې د اقتصادي ودې لپاره تر ټولو مهم ترینه موضوع او اړتیا هر اړخیز امنیت ده ، موږ که د ظرفیتونو څخه د اعظمي استفادې ، د کانونو د اغیزناک استخراج ، د مسلکي او تخصصي بشري قوې روزل ، د پانګونې ، د تادیاتو بیلانس ، صادرات ، واردات ، مالي او پولي سیاستونه ، اقتصادي نوسانات، د قیمتونو کنټرول ، د انفلاسیون او دیفلاسیون رامنځته کېدل، د پانګې فرار ، د استخدام سطحې لوړوالی ، د ژوند سطحې لوړوالی ، زیربناوې ، اقتصادي وده ، اقتصادي پرمختیا او دې ته ورته مسائیل مطرح کوو د دې ټولو چارو لپاره لومړنی او اهم ضرورت امنیت دی ، د نړۍ پر کچه هر هغه هیوادونه چې په جګړه ییز حالت کې دي ، هلته بیکاري ، اقتصادي نوسانات ، اقتصادي بې ثباتي ، انفلاسیون ، دیفلاسیون او د تادیاتو د بیلانس کسر، د بودجې کسر او بالاخره د ژوند سطحه نهایت ټیټه وي، هغه ولسونه د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري ، لومړني روغتیايي ضرورتونه یې حتی ندي پوره شوي ، سړي سر عاید یې نهایت ټیټ وي ، اقتصادي وده یې بېخي په راکد حالت کې وي ، د ژوند مطلوب حالت ته رسیدل ورته خیال او خوب ښکاري، بالاخره په مالي بنسټونو کې اداري فساد خپل د اوج نقطې ته رسېدلی وي ،قاچاق په اسانۍ سره صورت نیولی شي ، مالیاتي فرار په لوړه کچه موجود وي . داځکه چې په جګړه ییز حالت کې د دې برخو کنټرول خورا سخته چاره ده ، موږ هیله لرو چې د امارت په حاکمیت او د بشپړ امنیت په شتون کې به تر هر څه مخکې بنسټیزې پروژې رغیږي ، بندونه به جوړیږي ، چې په دې چارې سره د وارداتي بریښنا او کرهڼیزو محصولاتو په برخه د ګاونډیو هیوادونو له اقتصادی وابستګي څخه خلاصون ومومو ،او په یادو برخو مصرفېدونکې پیسې به د ا فغانستان په داخل کې جریان پیداکوي، د قیقاً افغانستان دومره اوبه لري ، که چېزې سمې مدیریت شي، د غرونو کوچیانو ته هم برېښنا ورکولی شي ، د امنیت په شتون کې به پرته له وېرې څخه تجاران او متشبثین پانګونه کوي چې په دې کار سره زرګونه ځوانانو ته د کار زمینه مساعدیږي ، له ظرفیتونو او منابعو څخه درسته استفاده صورت نیسي چې په دې سره سړي سرعاید او ملي عاید لوړیږي ، زموږ د هیواد GDP زیاتیږي چې دا خپله هیواد د ټیکاو لورې ته بیایي ، د اقتصادي استقلال سره زموږ سیاسي استقلال مستقیما تامینیږي ، بله مهمه خبره چې د امنیت په تامین سره نظامي لګښتونه بېخي کموالی مومي چې دا د داخلي کرنسۍ په ټیکاو کې نهایت مهم فکتور بللی شو ، مواصلاتي وسایل / د موبایل شبکې په اسانۍ سره د ګران افغانستان ټولې ساحې تر خپل پوښښ لاندې راوستلی شي او له دې سره جوخت په هره ساحه کې خپل مراکز جوړولی شي،چې الکترونیکي سوداګري هم د هېواد له هر ګوټ څخه ممکنېدی شي ، د امنیت په تامین سره قیمتونه ثبات پیداکوي او دقیمتونومطلوبې کچې ته رسېدل خورا اسانېدی شي، د نرخ نامو تطبیق هم تر بل هر وخته زیات ممکنېدی شي،همدارنګه د امنیت په تامین سره د تادیاتو بیلانس مثبت لورې ته میلان پیدا کوي ، داځکه چې تجاران پانګونې کوي او په دې کار سره بهر ته صادرات زیاتېږي چې دا په خپله د نړیوالو سوداګرو پاملرنه دې هیواد ته زیاتوي او د تجارت بیلانس مو هم مثبت لورې ته بیایي، په ګمرکونو کې روڼتیا رامنځته کېږي ، له ټولو مالي او اداري چارو څخه په هره ساحه کې تفتیش ممکنېږي ، د زارعت په برخه کې پرمختللي ټکنالوژي راواردیږي او یاده برخه مو لا پیاوړي کیږي ، اقتصادي انحصار ختمیږي ، د بیکاري سلنه کمیږي ، ملي دسترخوان ته ورته غیر مفیده او موثره پروژې به له لیست څخه حذفېږي ، پانګونه به د تولیدي او ظرفیتي اهدفو لپاره کیږي، اسلامي بانکوالي به رشد او وده وکړي ،دا او دې ته ورته په زرګونه اقتصادي ګټې او اغیزې لرلی شي.
درنښت



