بلاول بوټو زرداري: نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د يوه باثباته اقتصاد له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ جوزا، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې له افغانستان سره دې ((رغنده اړيکي)) وساتي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وړمه ورځ په اسلام آباد کې د ستراتيژيکو مطالعاتو د انستيتيوټ په غونډه کې وويل: نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د يوه باثباته اقتصاد له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي او په دې هيواد کې د بشري ټکنې حالت مخه ونيسي. ده خبرداری ورکړ، چې په دې حساس پړاو کې د افغانستان د ۴۰ ميليونو وګړو پرېښودل به د ((نا تصور وړ پايلو)) لامل شي. زرداري په دې غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې هيله څرګنده کړه، چې د افغان حکومت چارواکي به د نړيوالې ټولنې غوښتنو ته غاړه کېږدي.



