حسان مجاهد
مستشرقين د يهودو، نصاراوو او نورو کفارو هغه ډله ده چې ختيځي نړۍ ته ننوزي، هلته د ختيځو هیوادونو ژبه زده کوي، اسلامي کتابونه لولي، په اسلام کې څيړنې کوي، د اسلام په اړه لیکل کوي او ختيځ چې په کوم منهج روان دی؛ هغه منهج تدريسوي.
خوا دا هرڅه په دې موخه کوي چې مسلمانان یهودیت، مسيحيت او نورو باطلو اديانو ته دعوت کړي، د حق په وړاندي يې د باطل لارویان جوړ کړي او په خپل دين او عقيده کې ورته شکونه پيدا کړي.
مستشرقين خپل هدف ته درسيدو په موخه په اسلامي هیوادونو کې شاګردان پيدا کوي چې هغوی مستشرقينو ته په سیاسي، اقتصادي، فکري، تعليمي او کلتوري ډګرونو کې کار وکړي او دغو شاګردانو ته بیا د اسلام د تخريب لپاره تر ځان لویه تمه لري، په دې اړه د ځينو مستشرقينو نظرونه را اخلو.
د مسيحي مبلغينو مشر”صمویل زویمر” وايي: مسلمانان بايد مسيحيت ته د مسلمانانو له صفه د يو مسلمان استازي په مټ را وبلل شي؛ ځکه ونه باید د خپل یو خاښ له خوا قطع شي.(الغارة على العالم الإسلامي، ص 30.)
د مستشرقينو یو بل مشر”جان بول سارتر” په ختيځو هیوادونو کې د استشراقي فکر ترویج ته په اشارې سره وايي: موږ به په افریقا او آسیا کې د شاهانو زامن او قومي مشران را ټولو، څو ورځې به يې په أمستردام، ناروي، بلجيم، لندن او پاريس کې ګرځوو، دوی به خپلې جامې بدلې کړي، له موږ څخه به د ټولنیزو اړیکو نوې بڼه غوره کړي، له موږ څخه به نوی ژوند او زموږ ژبه زده کړي، زموږ د ګډا او نڅا طريقه او په موټرو کې سپرېدل به زده کړي، ځينو ته به کله د اروپایي ودونو زمینه برابره کړو او غربي ژوند به ور زده کړو. ځيني به د اروپا په لوري تشویق کړو، وروسته به يې بيرته خپلو هغو ښارونو ته وليږو چې زموږ(مستشرقينو) پرمخ یې دروازې تړلې وې او موږ ورته کومه د د ننوتلو لاره نه لرله، موږ ورته ډير ناپاک ښکاریدو. هغه مفکرین چې موږ جوړ کړي دي؛ کله چې يې موږ خپلو اسلامي هیوادونو ته وليږو؛ نو موږ به ورته له أمستردام، برلین او پاريس څخه چيغي کړو” ای بشري ورور ګلوۍ!” زموږ غږ به د افریقا له لري پرتو سيمو، منځني ختيځ او شمالي افریقا څخه را غبرګ شي، موږ به وایو” انساني مذهب دي دمختلفو اديان ځای ونیسي” زموږ دغه غږونه به ددوی له خولو را وزي، موږ چې کله چپ پاتي شو، سمدستي به دوی هم چپ پاته وي مطلب دا چې دوی به پرته له هغې خبرې چې موږ ددوی په خولو کې ايښې ده؛ هيڅ يوه خبره نه کړي.(شبابنا في وجه الإعصار الغربي) په “الأمة” مجله کې د عبدالقادر عبار لیکنه ص 21.
یو بل مستشرق “ماسينيون” وايي: هغه مسلمان محصلین چې فرانسې ته د زدکړو په موخه راځي؛ باید په غربي بڼه ترتیب شي؛ ترڅو په اسلامي هیوادونو کې زموږ لپاره مرستندویان جوړ شي. (انور الجندي، ص 16)
مستشرقين مسلمانو محصلینو ته له غربي پوهنتونونو څخه په ډیره اسانۍ سره د ماسټري او دکتورا علمي شهادتنامې، درجې او اسناد ورکوي؛ تر څو په بدل کې یې محصلین ددوی فکري پلویان وګرځي، د يو غربي څیړونکي په خبره:
له شکه پرته مسيحي مبلغين د مسلمانانو په فکري او عقيدوي تخريب کې پاته راغلي دي، مګر دغه کار ته له غربي پوهنتونونو څخه رسیدل شوني ده، بايد له اسلامي هیوادونو څخه د ضعيف طبيعيت، تنګ شخصیت او له زوال سره مخ محصلین را ټول شي، درسي بورسونه ورکړل شي او تعلیمي اسناد ورباندي وپلورل شي؛ ترڅو دوی زموږ لپاره په ناخبرۍ کې مبلغين او مرستندویان وګرځي او په اسلامي هیوادونو کې هغه سیاسي او ټولنیز چلند رامنځته کړي چې دوی ورته ګمارل شوي دي(أجنحة المكر الثلاثة وخوافيها: التبشير – الاستشراق – الاستعمار 262)
د مستشرقينو دغه شاګردان له ښکاره مستشرقينو ډير خطرناک دي؛ ځکه دوی د مرموزو پلانونو شاته کار کوي، دوی د اسلامي امت په صفونو کې په اسانۍ سره ځای موندلی شي، دوی کولای شي اسلامي ټولنه په ناخبرۍ کې وځپي، ددوی خطر له ډیره لري په مشکله توګه احساسیږي، دوی په دې مسلک کې دخپلو پلرونو(منافقینو) په څير ورو ورو فعالیت ته ادامه ورکوي.
په هیواد کې حاکم نظام مسؤل دی چې د استشراقي فعالیت د شنډولو لپاره یو څو کارونه عملي کړي لکه: په هیواد کې بې ضرورته خارجي موسسې بندول، دضرورت پر مهال له خپل کار پرته نور اختيارات نه ورکول او هره شېبه يې فعالیت څارل. ځوان نسل ته په هیواد کې د زدکړو او کار زمینه برابرول، ده نه برابريدو په صورت کې د خارجي هیوادونو ميشت زدکونکي او کارګر تر خپل څار لاندي ساتل. په رسنيز ډګر کې په فکري، عقیدوي او اخلاقي تعليم تمركز کول، ځوان نسل ته اونیز یا مياشتيني سیمنارونه جوړل. له چاپي، صوتي، ویډیويي او بريښنايي لارو څخه د با استعداده او روغ فکره استادانو لخوا اولس ته هر ګړۍ رسنيز خدمات وړاندي کول؛ تر څو د هر ډول باطلو ډلو مخه ډب شي او له فکري انحراف څخه سالمه ټولنه ولرو.
















