کابل ټکی کام (۲۷سلواغه۱۳۹۴ ل) فرید احمد
سکاټ بنټ: داعش ته کېمیاوي وسلې امریکا ور کوي
په دې وروستیو کې د کېمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان(OPCW) راپور ور کړی وو چې داعش ډلې په عراق کې کېمیاوي وسلې کارولي دي، چې سرچینه یې نه وه څرګنده کړې.
اوسمهال د امریکا د پوځ پخواني افسر (سکاټ بنټ) له پرس ټي وي سره په یوه ځانګړې مرکه کې د یادې پېښې په اړه د اندېښنې ښوولو تر څنګ ویلي دي چې د امریکا دولت او کانګریس داعش ډلې ته کېمیاوي وسلې ځکه ور کوي، تر څو د واشنګټن په منطقه کې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي.
د یادولو ده چې وړاندې هم ځینو نړیوالو کارپوهانو او سیاستوالو د داعش ډلې په اړه پخپلو څرګندونو کې ویلي وو چې دغه ډله د امریکا، برتانیې او اسرائیلو له لورې تمویلیږي، او د دغې ډلې ټول مالي لګښتونه د دوی پر غاړه دي.
















